د کندهار پوهنتون د انجينرۍ پوهنځۍ څخه ۵۵ کسان فارغ سول

خبريال: سيد حميد هاشمي

د کندهار پوهنتون مسئوولين وايي، په ډېرو کمو امکاناتو يې محصلينو او استادانو ته د تدريس سهولتونه برابر کړي دي.

د مسئوولينو په خبره لاهم په دې هڅه کي دي، ترڅو په لوړه سويه محصلينو ته د زده کړو زمينه برابره کړي. د کندهار پوهنتون مسئوولين وايي، که څه هم په دې وروستيو کي کندهار پوهنتون له ګنو اسانتياوو څخه برخمن دی، خو د لا نوو اسانتياوو برابرولو لپاره يې هلي-ځلي پيل کړي دي.

د پوهنتون رئيس ډاکتر حضرت مير توتاخيل وايي، په ډېرو لږو امکاناتو يې محصلينو او استادانو ته د تدريس امکانات او اسانتياوي برابر کړي دي، خو اوس هم هڅه کوي، چي د نورو ارګانونو څخه مرسته وغواړي او پوهنتون له هر ډول تدريسي سهولتونو څخه برخمن کړي. هغه له فارغه سوو محصلينو وغوښتل، چي پر دغه زده کړو بسنه ونه کړي او نوري لوړي زده کړي هم وکړي.

د محصلانو مرستيال پوهنمل فيض الله قاضي زاده وايي، تر خپله وسه هڅه کوي، چي د محصلينو د ظرفيت لوړوني او هغوی ته د کاري زمينو د برابرولو په موخه کار وکړي. ده زياته کړه، چي اوس يې د فارغه محصلينو د اسنادو ستونزه حل کړې ده او فارغين کولای سي له فراغت سره سم خپل ډيپلوم او ټرانسکريپټ هم تر لاسه کړي.

پر همدې مهال فارغه کسان وايي، چي تر خپله وسه به نوري لوړو زده کړو ته هم آدامه ورکوي او د هيواد لپاره به خدمت کوي. د ياودني وړ ده، چي ډېری ځوانان پوهنتون ته له کاميابۍ وروسته خپل زده کړي په نيمايي حالت کي پريږدي، خو فارغ کسان بيا وايي، د پوهنتون په کچه زده کړي يو فرصت دی او له دې فرصت څخه بايد پر وخت استفاده وسي.

سږ کال ددغه پوهنتون له ۹ پوهنځيو څخه ۱۲۶۳ کسان د ليسانس زده کړو تر کچي فارغ سول. د نورو پوهنتونو به نسبت د فارغه سوو کسانو  دغه شمېره خورا لږ ده، خو خلک او چارواکي يې اصلي لامل دلته د ناامنيو له امله  له لويه سره د خلاصو ښوونځيو کم شمېر او د کندهار سره د مرکزي ادارو توپيريز چلند بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...