په کندهار کي راتلونکو ټاکنو ته نه یوازي د ښځینه کاندیدانو شمیر کم دی، بلکي په ټولیزه توګه په دغه ولایت کي په ټاکنیزو فعالیتونو کي د ښځو ونډه کمرنګه ده او په پنځو ولسواليو کي ښځو هېڅ نوم ليکنه نه ده کړې.
د ډېرو په اند، دغه حالت ډیر لاملونه لري چي نا امنۍ، ناوړه دودونه او د خلکو ناسم ذهنیتونه یې په سر کي راځي.
په کندهار کي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ۱۱۲ کسانو ځانونه کانديد کړي چي له ډلي یې ۱۲ ښځي دي.
دا ستونزه يوازي تر دې محدوده نه ده، بلکي په دغه ولایت کي د رایې ورکولو په برخه کي هم د ښځو برخه اخیستنه کمرنګه وي.
په کندهار کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ټولټال ۵۶۷ زره کسانو نوم لیکنه کړې چي ۷۳ زره يې ښځي دي، په داسي حال کي چي د دغه ولایت نفوس له دوه میلیونه ډیر ښودل کیږي چي نیمايي ښځي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون