د کندهار په میوند ولسوالۍ کي پنځه تنه ماین پاکان د وسله والو له خوا وژل سوي او یو تن ژوندی بیول سوی

ویل کیږي، چي دغه کسان د ټاپي پروژې اړوند د ماین پاکانو له ډلي څخه وه.

خو د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي بیا وایي، په میوند ولسوالۍ کي وژل سوي کسان ماین پاکان نه دي بلکي د ټاپي پروژې د سروې ټیم دی چي هلته یې کار کاوه .

هغه وایي، چي دغو کسانو ولسوال او د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندان ته ویلي وو، چي دوی له وسله والو طالبانو سره کومه امنیتي ستونزه نه لري نو د امنیت لپاره هم اړتیا نه لري.

د احمدي په خبره چي نن سهار اته نیمي بجې نا معلومو وسله والو پر دوی برید کړی دی. چي پنځه تنه یې وژلي او یو تن هم نادرکه دی.

کومي وسله والي ډلي تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسي حال کي ده چي مخکي وسله والو طالبانو ویلي وه چي د ټاپي پروژې د کار مخنیوی به نه کوي

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...