د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د شپږم ځل لپاره ملي بيرغ پورته سو

خبريال: بريالی (رحيمي)

دغه ولسوالي يو کال وړاندي وسله والو طالبانو نيولې وه، خو دولت تر اوسه ددې ولسوالۍ د سقوط تاييد نه دى کړى.

په دې ولسوالى کي دوه ورځي وړاندي پوځي عمليات پيل سوي وه، چي د کندهار د امنيتي مسؤلينو له خوا پکي د شپږم ځل لپاره د افغانستان درې رنگه ملي بيرغ  پورته سو، خو چارواکي يې لا هم سقوط نه مني او وايي، چي د ودانيو د نه شتون له امله د ولسوالۍ ځاى ته تغير ورکوي، نو ځکه نوى بيرغ هم جګوي.

د کندهار غورک ولسوالۍ چي د تېر يوه کال څخه يې د سقوط خبرونه خپرېدل بيرته افغان ځواکونو ونيول. که څه هم چارواکي د غورک سقوط نه تائيدوي، خو  د تاکتيکي شاتګ خبره نه ردوي.

دا ولسوالۍ د امنيتي پلوه ډاډمنه نه ده، نو ځکه پکښي د حکومت پرمختيايي کارونه او د خلکو ستونزو ته رسېده ګي نه ده سوې. د سيمي خلک يې ټولنيزي ستونزي لري او له هر څه څخه محرومه دي، په داسي حال کي، چي څو ورځي وړاندي ولسمشر او اجرائيه رئيس د کندهار د خلکو د ټولنيزو ستونزو د هوارولو ژمني وکړې.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، ولسوالۍ هيڅ وخت هم نه ده سقوط سوې، خو د تاسيساتو د کمبود په خاطر يې سيمو ته تغير ورکوي. نوموړی وايي، افغان ځواکونو خپل مرال ساتلی او وسله والو ته د مخ ته راتلو اجازه نه ورکوي. جنرال رازق وايي، د غورک ولسوالى په پيل سوو عملياتو کي ٣٠  وسله والو وژل سوي او په زياته کچه وسلې او موټرسايکلونه يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کي د ملي اردو د  ٢٠٥ اتل قول ادرو قوماندان جنرال امام نظر وايي،  دا ځل يې ددې سيمو د ساتلو لپاره پر اوږد مهاله پلانونو کار کړى دى او په ټولو سيمو کي به د امنيتي ځواکونو مرکزونه جوړ کړي.

په دغه سيمه کي د جګړې له امله هيڅ ملکي کس وجود نه لري، خو په دغو عملياتو کي سرتيري وايي، طالبان اوس ددوى په وړاندي جګړه نه سي کولاى او ټولي سيمي يې پرې ايښي دي، خو لويه ستونزه يې مځکني ماينونه دي.

د کندهار د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخي چي ځيني ولسوالۍ يې له دې امله له لاسه وځي، چي هلته د حکومتولۍ لپاره اساسي ودانۍ نه لري او له مرکزي حکومت څخه ددې ستونزي د حل غوښتنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...