راپور: محمد یار مجروح
پر دغه پروژو ۳۱ لکه افغانۍ لګښت راغلی چي د فوډ زون پروګرام له خوا ورکول سوی او د یوې میاشتي په موده کې یې کار پای ته رسېدلی.
د ارغنداب کروندګر هم وايي، د اوبو دغه سربندونه به د اوبو په سپما کي ډېر ګټور تمام سي او دغه راز د دوی مځکي به هم له سیلابي اوبو څخه وژغورل سي.
د کندهار د کرني او مالدارۍ رئيس وايي، چي مخکي خلکو د سیلابي اوبو مخه نه سوای نیولای خو اوس به د دغه سربندونو په جوړولو سره د اوبو مخه ونیول سي او ۱۵ زره جریبه مځکه به هم خړوبه سي.
دغه راز د مخدره موادو پر ضد د مبارزې رئيس هم وايي، چي له دې سره به د کروندګرو لپاره اوبه زیاتي زخیره سي او دا د هغوی پر کښت او اقتصاد مثبت اغېز کوي.
د کندهار د ارغنداب ولسوال هم وايي، چې دغه کرنیزي پروژې به د کروندګرو سره د اوبو په برخه کي ډېره مرسته وکړي، له یوې خوا به مځکي له سلابونو څخه وژغورل سي او له بلي خوا به اوبه سپما سوي وي.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي هم له دې پروژو څخه خوښ دي او وايي، چې دغه ډول نوري پروژې هم باید تطبیق سي تر څو کرنه لا هم وده وکړي.
تر دې وړاندي هم په ارغنداب ولسوالۍ کي د کرني په برخه کي زیاتي پروژې تطبیق سوي چي تر ټولو لویه او مهمه پروژه د ارغنداب رود د دواړو طرفونو استنادي دېوالونه دي چې زرګونه جریبه مځکه یې د اوبو له تخریب څخه ژغورلې.