د کندهار ولایت اوسیدونکي وايي، د پوهني د ټکني بهیر د چټکتیا لپاره باید بیلابیلي لاري په کار واچول سي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار کي نوی تعلیمي کال شاوخوا دوې اوونۍ وروسته پيلیږي، خو لا هم په دغه ولایت کي د پوهني به برخه کي پرتې ستونزي پر ځای پاته دي.

تړلي ښوونځۍ، د ښوونکو د معاشاتو ځنډ، زده کوونکو ته  د کتاب او درسي موادو پر وخت نه ورکړه هغه ستونزي دي چي دپوهني روان بهیر يې ټکنی کړی دی.

یو شمیر د نظر خاوندان وايي، د پوهني د روان ټکني بهیر د چکټتیا لپاره باید د ښوونکو سویه لوړه سي.

د دوی په خبره د پوهني مسٔوولین باید داسي پروګرامونه په لاره واچوي تر څو والدین خپل اولادونه ښوونځیو واستوي او د تړلو ښوونځیو د خلاصون لپاره دي د ولسوالیو د شوراګاني له لوري له د مخالفینو سره خبري وسي

خو یوشمیر کسان بیا پدې نظر دي چي د پوهني پر قانون او لایحې دي کره کتنه وسي، د دوی په خبره د پوهني اوسنۍ لایحه پخوانۍ ده.

بلخوا د ښوونځو زده کوونکي هم په ښوونځیو کي د مسلکي استادانو د نشتون خبره کوي.

دوی وايي، په ښوونځيو کي د درسي موادو او کتاب نشتون ستونزي لا هم پر ځای پاته دي.

تیر کال د پوهني ریاست په کندهار کي د د ۱۶زره نجونو په ګډون ۵۴ زره کوچنیان په ښوونځي کي شامل کړه ، خو د نوي ښوونیزکال په پیل کي به دغه شمیري ۶۰ زره ته ورسیږي.

د پوهني مسوولین همدا راز وايي، تیر کال يې په دغه ولایت کي ۳۱ تړلي ښونځۍ د زده کوونکو پرمخ خلاصي کړي او سږکال پلان لري چي پاته ۱۲۰ تړل سوي ښوونځۍ هم د زده کوونکو پرمخ خلاصي کړي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...