د کندهار ولایتي شورا وايي، هغه ترانسپورټي شرکتونه باید وتړل سي چي د بې احتیاطۍ له امله يې ترافیکي پېښي رامنځته کیږي

راپور: سید حمید هاشمي

د ولایتي شورا په خبره ډیری وختونه پر لویو لارو خونړۍ ترافیکي پیښي کیږي خو د حکومت د بې غورۍ له امله يې مسٔولین ازاد ګرځي.

بلخوا د کندهار ترانسپورټ ریاست مسٔولین وايي، په دغه ولایت کي د یو شمیر ترانسپورټي شرکتونو مسٔولین د دوی په واک کي ندي.

پداسي حال کي چي لا هم پر لویو لارو ځیني وختونه ترافیکي پیښي کیږي، خو تر اوسه يې په اړه نه هم کوم اقدام سوی او نه يې هم مسٔولین مجازات سوي دي.

تیره په همدي اړه د کندهار ولایتي شورا د ترانسپورټ ریاست، ټرافیکو او ترانسپورتي شرکتونو مسٔولین د جواب ویلو لپاره ورغوښتي وه.

د ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال وویل، چي نور باید هغه ترانسپورټي شرکتونه وتړل سي چي غیري قانوني فعالیت لري او موټر چلونکي يې تر ترافیکي پیښو وروسته تښتي.

د نوموړي په خبره ډیری وختونه پر لویو لارو خونړۍ ترافیکي پیښي سوي خو د حکومت د بې غورۍ له امله يې مسٔولین ازاد ګرځي، او تر اوسه ورسره قانوني چلند نه دی سوی.

بلخوا د کندهار د ترانسپورټ ریٔس نجیب الله احمدي وویل، چي دوی پر لویو لارو د مسافرو وړونکو موټرانو د دټکرونو د مخنیوي لپاره تر خپله وسه هڅي کړي خو دلته ځیني داسي ترانسپورټي شرکتونه فعالیت لري چي مسٔولین تر خونړۍ ترافیکي پیښو وروسته هم دوی ته د جواب ویلو لپاره نه حاضریږي.

دغه راز هغه ددي تر څنګ د لويي لارو خرابوالی هم د ترافیکي پېښو لامل وبلل .

بلخوا د ترافیکو مدیر محمد الله خان وايي، چي دوی ټولو مسافر وړونکو موټرانو ته وخت ټاکلی او هغه موټران چي تر ټاکلی سرعت تیز ځي دوی يې جریمه کوي.

خو هغه وايي، دوی دلته تر یوه حده موټر چلونکي کنټرول کړي ولي پر لویو لارو د موټرانو کنټرول د دوی په توان کي ندي.

وروسته د ولایتي شورا، ترانسپورټ ریاست ترافیکو مدیریت او ترانسپورتي شرکتونو د مسٔولینو تر منځ پریکړه وسوه چي د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره به پر یوه ځانګړي طرحه کار کوي او وروسته به يې پر ټولو موټر چلونکو عملي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...