د کندهار ولایتي شورا وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت بهرنیو هیوادونو ته د ټکټونو بيي لوړي کړي دي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار ولایتي شورا وايي، اریانا افغان هوايي شرکت بهرنیو هیوادونو د  ټکټونو بيي شاوخوا ۱۵ زره افغانۍ لوړي کړي دي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم بارکزی وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت په تېر یوه کال کي له کندهار بهرنیو هیوادونو ته د ټکټونو بیي لوړي کړي چي مسافر ورسره په سختو ستونزو کي دي.

دده په خبره دا یوه لویه ستونزه ده چي ولایتي شورا يې د حل لپاره جدي هڅي کوي.

بلخوا د اریانا افغان هوايي شرکت د خلګو ستونزي مني، او وايي تر راتلونکي اونۍ به یاده ستونزه حل کړي.

په کندهار کي د اریانا افغان هوايي شرکت مسؤل حیات الله الکوزی وايي،  د الوتني پر مهال د مسافرو نه حاضرېدو په صورت کي اړ سوي تر څو د ټکټونو بيي لوړي کړي.

د اریانا هوايي شرکت مسؤل زیاتوي، یاد شرکت پنځمه الوتکه هم رانیولې چي تر ډیره به د مسافرو ستونزي حل سي او پر وخت به الوتني کوي.

دده په خبره په پلان کي لري چي اریانا افغان هوايي شرکت دوې نوري الوتکي هم رانیسي.

که څه هم اریانا افغان هوايي شرکت پنځمه الوتکه رانیولې خو ویل کیږي له یادي الوتکي څخه په بهرنیو هیوادونو کي کلونه کلونه استفاده سوې ده.

د خلکو په خبره، اریانا افغان هوايي شرکت دهیواد دننه سربیره پنځو بهرنیو هیوادونو ته هم الوتني لري چي له کلونو راهیسي يې د مسافرو ستونزي ندي حل کړي او ډیری وخت يې الوتني ځنډیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...