راپور: مهتمم صالح
د کندهار ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا رئیس سیدجان خاکريزوال وويل، دوی مرکز ته تللي وه، او د رئیس جمهور سره يې د کندهار پر ستونزو خبري کړي، چي ولسمشر هم ورسره د حل په برخه کي د همکارۍ ژمنه کړې.
دی وايي، په کندهار کي د بندو جوړول، ځوانانو ته د کار پیدا کولو او نور لویو پروژو غوښتنه يې کړې.
دغه راز خاکريزول وايي، اجازه نه ورکوي، چي کندهاري ځوانان څوک د سياسي او غيري سياسي موخو لپاره استعمال کړي.
خاکزيزوال دغه راز د روغتیايي کلینکونو له لاري هغه ۳۸ ميليونه افغانۍ مرسته وغندل، چي په روغتيایي مرکزونو کي ښځو ته د مرستي په نوم توضع کیږي.
دی وايي، په دغه پیسو کیدای سوای، نور کارونه د ښځو په برخه کي سوي وای او هغوی ته ښه خدمات وړاندي سوي وای.
دغه راز دی زياتوي، په دې ډول سره په لوی لاس اسلامي او افغاني کلتور ته زيان رسیږي.
خاکريزوال وايي، دغو مرستو د ناروغانو د تداوی مخه نيولې او د روغتيايي مرکزونه دروازې ټولي مرسته غوښتونکو نیولي، چي ناروغان نسي کولای مرکزونو ته ننوزي.
د يادولو وړ ده، چي د هيواد په روغتيايي مرکزونو کي ښځو ته پيسي وېشل کيږي، چي د روغتیا مسؤلین وايي، یاده پروژه د لومړۍ میرمني رولا غني له لوري تطبیق کیږي او د روغتیا وزیر يې هم د کنټرول صلاحیت نه لري.