راپور: محمد یار مجروح
د لوی اختر څخه ۶ ورځي تیریږي، خو لا هم په کندهار کي د یو شمیر ریاستونو کارکوونکي په رخصتیو دي او خپل کار ته نه دي حاضر سوي.
په کندهار کي دسوداګرۍ او صنایعو خوني او ارغنداب دریايي حوزې هغه ریاستونه چي لا هم دخلګو پر مخ بند پاته وه او په یو شمیر نورو ریاستونو کي د ګوتو په شمیر مامورین حاضر سوي وه.
په دولتي ادارو کي حاضر مامورین وايي، چي کارکونکي باید د مسٔوولیت له مخکي پر خپل وخت کار ته حاضر سي او خلګو ته خدمات وړاندي کړي.
بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، هغه کسان به مجازات کړي چي له ټاکلی وخت څخه يې زیاته رخصتی کړې ده.
د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب هیواد تلویزون ته وویل چي د اختر رسمي رخصتي پای ته رسېدلې او له هغه مامورینو سره به قانوني چلند وکړي چي لا هم وظیفو ته ندي حاضر سوي.
د کندهار ښار عام خلګ هم وايي، د مامورینو د نه مجودیت له امله د دوی کارونه په ورځو ورځو ځنډیږي.
ډیری وخت په کندهار کي یو شمیر ریاستونه تر ټاکلې رخصتۍ وروسته بیاه هم د خلګو پر مخ بند پاته وي، خو ولایتي اداره نده توانېدلې چي دا حالت کنټرول کړي.