رپوټ: محمد یار مجروح
د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د افغان ځواکونو سره د جګړې سیمي معلومي دي او وسلوال دي د ملکي کسانو پر لارو ماینونه نه ښخوي.
پرو دوشنبه د کندهار ښار او خاکرېز ولسوالي پر لویه لار د درازاب په سیمه کي پر یوه مازدا ډوله موټر د ښخ سوي ماین چاودني ۱۳ کسان و وژل او تر دېرش ډېر نور پکښي ټپیان سوه.
د عیني شاهدانو په خبره د پيښي قربانیان د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وه، چي په یوه مازدا موټر کي د شاه آغا زیارت پر لور روان وه.
د کندهار ولایتي ادارې دغه پيښه غندلې او د پېښي له قربانیانو سره یې د مرستو ژمنه کړې ده.
د کندهار والي حیات الله حیات له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي په یاده پېښه کي وژل سوي ډېري ښځي او کوچنیان دي.
دده په خبره د افغان ځواکونو سره د جګړې سیمي معلومي دي او وسله وال دي د ملکي کسانو پر لارو ماینونه نه ښخوي.
که څه ددغه پيښي مسئولیت چا نه دئ منلی، خو د کندهار والي وايي، ښخ سوی ماین د وسله والو طالبانو کار دئ.
د خاکرېز لویه لار هره ورځ د افغان ځواکونو له لوري څارل کیږي، خو هغه سیمي چي له امنیتي پوستو لیري وي کیدای سي د ورځي پر مهال هم طالبان پکښي ماینونه ښخ کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي چي په افغانستان کي د ۲۰۱۹ کال په لومړیو پنځو میاشتو کي شاوخوا درې زره ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي کمه برخه يې د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کي وژل سوي او پاته ډېره برخه يې بیا پر وسله والو ډلو ور اړوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون