د کندهار روغتيا رياست روغتونونه او لابراتوارونه د غير معياري فعاليت له امله جريمه کړي دي

خبريال: سيد حميد (هاشمي)

د کندهار عامي روغتيا رياست مسولين وايي، د هغو طبي لابراتوارونو مسوولين يې جريمه کړي دي، چي غير معياري فعاليت يې کاوه.

د مسولينو په خبره په کندهار کي لسګونه خصوصي طبي لابراتوارونه فعاليت لري، خو يو شمېر يې پر معيار برابر نه دي. د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکتر محمد عظيم زمريال وايي، چي د دوی د نظارتي ټيم په مرسته يې په ښار کي د يو شمېر روغتونو مسولين د غير معياري فعاليت له امله جريمه کړي دي.

د هغه په خبره که څه هم دلته د ځينو ناروغيو د تشخيص لپاره خصوصي طبي لابراتوارونه فعاليت لري، خو د ځينو څخه يې خلک شکايت کوي او د خلکو د غوښتونو سره سم يې مسولين د ۶ زرو څخه تر ۲۰ افغانيو پوري جريمه کړي دي.

هغه وايي، که بيا هم د ياد روغتونو مسولين خپل کيفيت ښه نه کړي، نو فعاليت به يې بند کړي. بل خوا د خصوصي روغتونو مسولين هم د عامي روغتيا د مسولينو دغه کار ستايي، خو وايي، چي دوی بايد په کندهار کي د ټولو روغتونو او روغتيايي مرکزونو څخه نظارت وکړي او د بې کيفيته درملو او موادو مخه ونيسي.
د دوی په خبره دغه کار کولای سي، چي د خلکو روغتيايي ستونزي راکمي کړي. په کندهار کي شاوخوا شل خصوصي طبي لابراتوارونه او ۱۴ خصوصي روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي، چي د عامي روغتيا په برخه کي يې ښه نتيجه ورکړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...