د ملي امنيت د رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د وسلوالو طالبانو اړوند یوې ډلي پلان درلودی چي د دامان ولسوالــۍ مربوط امنیتي پوستو باندي ډله ایز راکټي بریدونونه تر سره کړې، چي په تعداد د(۸۵) پیره دراکټ مرمۍ یې یادي ولسوالۍ ته را انتقال اوپه یوه کور کي ځای پرځای کړي وي، چي دکندهار د ملي امنیت ریاست دمنسوبینو لخوا کشف او د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کي تر لاسه سوې.
د نيول سويو توغنديو سره د تړاو په تور تر دې مهاله څوک نه دي نیول سوي خو په اړه يې جدي پلټني رواني دي.