راپور: جاوید سمسور
دغه بريدملانو او سرتیرو ته پنځه اوونۍ بېلابيلي نظامي زده کړي ورکول سوي، چي ترفراغت وروسته به د اتل قول اړوند ساحو ته د دندو لپاره ولېږل سي.
په همدي اړه جوړو سوو مراسمو کي د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان وویل، نړیوال ځواکونه ژمن دي چي افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او د اوږدې مودې لپاره ورسره پاتي سي.
په کندهار کي د دوه سوه پنځم اتل قول اردو له تعليمي مرکز څخه ۵۶۸ بريدملان، افسران او سرتیري فارغ سول.
دغه بريدملانو او سرتیرو ته پنځه اوونۍ د مشرتوب، انجنیرۍ، توپچي او نورو برخو کي زده کړي ورکول سوې، چي ترفراغت وروسته به د اتل قول اړوند ساحو ته د دندو لپاره ولېږل سي.
په دې اړه جوړو سویو مراسمو کي، د اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال امان نظر بهبود سرتیرو ته په وینا کي وویل، چي له زده کړو او مهارتونو څخه په خپلو دندو کي ګټه واخلي او د افغانستان دښمن ته غاښ ماتونکی جواب ورکړي.
د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان وويل، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه ورځ تربلي مجهز او مسلکي کيږي، چې په نژدې راتلونکي کي به ټولي هغه ساحې له وسله والو مخالفينو پاکي کړي، چي دا مهال پکښي ورانکاره کړني ترسره کوي.
پر همدي مهال د دوه سوه پنځم اتل قول اردو د تعلیمي مرکز قوماندان وویل، نړوال ځواکونه د افغان ځواکونو سره ګډ کار کوي او د افغان ځواکونو روزني ته به لا هم دوام ورکوي تر څو افغانستان یو مجهز پوځ ولري.
د مراسمو په وروستيو کي ټولو فارغينو ته فراغت ليکونه ورکول سوه او د هغوی له خوا مسولينو ته د هيواد د خدمت ډاډورکول سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون