د کندهار د بای پاس سړک تیره ورځ د اعتراض په ډول بند سوی و

راپور: محمد یار مجروح

د بای پاس دغه سړک، چي د ښار او د استوګني د کورونو په منځ کي جوړ سوی، د تېرو اتو کلونو راهیسي کنډ او کپر دی.

پر دغه سړک د افغانستان د لویو لارو، کابل – کندهار او کندهار – هرات د ټرانزیټ باروړونکي موټرونه تګ راتګ کوي.

د درې نیم کېلو متره په اندازه دغه سړک، چي د ښار په منځ کي تېر سوی، پر مهال يې د سیمي اوسېدونکي او دوکانداران له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دوهمي ناحیې لسګونه اوسېدونکي تیره ورځ د اعتراض په ډول راټول سوي وه او دغه سړک يې د موټرونو پر مخ بند کړ.

اعتراض کوونکي وايي، چي ښاروالۍ ته پر وخت مالیه ورکوي، خو د پنځو کلونو راهیسي د سړک د جوړېدو ژمنه ورکوي او نه يې عملي کوي.

د دوی په وینا، چي پر دغه سړک هره ورځ لسګونه لوی او کوچني موټرونه تېریږي، خو په دوبي کي له دوړو او په ژمي کي د باران له اوبو او خټو نه سي تېرېدلای.

هغوئ د کندهار پر ولایتي چارواکو نیوکه وکړه، چي د رسنيو په مخکي د سړک پرانیستنه وکړي، خو وروسته کار نه عملي کیږي.

د یادي سیمي اوسېدونکو وايي، چي د خراب سړک له خاطره نه یوازي د لویو موټرو د ږغونو په تکلیف دي، بلکي د دوړو او ګردونو له لاسه په تنفسي ناروغیو اخته دي.

د کندهار ښاروالۍ مسولین هم ستونزه مني، خو وايي، د بای پاس د شاوخوا اووه کېلو متره سړک اساسي رغونه او پراختیا شاوخوا دوه لکه ډالره ته ضرورت لري، چي ښاروالۍ يې د ورکولو توان نه لري.

د ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي، چي اوس يې له نړیوال بانک څخه په دې برخه کي مرسته غوښتې ده او لومړنۍ منظوري يې سوې هم ده.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...