د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره نوی سرپرست رئيس وټاکل سو

خبريال: سيد داود قادري

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور چي کندهار ته يې سفر کړی وويل، چي نوی رئيس به د خلکو د مشورو او طرحو په رڼا کي خپل فعاليت ترسره کړي.
په ورته وخت کي د ولايتي ادارې چارواکو وويل، ياد رئيس د استعداد پر اساس ټاکل سوی دی او باوري دي، چي د خلګو خدمت به په سمه توګه وکړي. له ډېر ځنډ وروسته د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست لپاره سرپرست رئيس وټاکل سو. د کندهار ولايتي ادارې په رسمي ډول فضل الباري بريالی د سرپرست رئيس په توګه معرفي کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشاور ډاکټر طارق رشاد د کندهار مخکنی ليکوالانو او مشهور فرهنګيانو ته په اشارې سره وويل، چي په فرهنګي چارو کي لازمه ده، چي بايد د هغه کسانو تګلاره پلې سي، کومو کسانو چي په دغه برخه کي قربانۍ ورکړي دي.

بل خوا بيا په مالي او اداري چارو کي د کندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب وويل، چي نوي رئيس له پخوا څخه هم په فرهنګي برخه کي بلدتيا درلودل، نو په اسانۍ سره به وکولای سي، چي ددغه رياست چاري په صحي توګه پرمخ يوسي.

په ورته وخت کي بيا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست نوي سرپرست رئيس فضل الباري بريالي وويل، چي کندهار د ادب، علم او هنر زانګو ده، نو هڅه به وکړي، چي ددغه رياست چاري به په بريالۍ توګه پرمخ يوسي، ترڅو د کندهار پخوانی فرهنګ ژوندي وساتي. د يادولو وړ ده، چي ددغه رياست چاري مخکي حضرت ولي هوتک پرمخ وړلې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...