د کندهار برېښنا ریاست په تېر لمریز کال کي ۴۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د کندهار د برېښنا ریاست مسٔولین وايي، په دغه ولایت کي د برېښنا پر اوږدمهاله او لنډ مهاله پروژو کار روان دی چي په بشپړولو سره به یې د کندهار برېښنا زیاته سي.

د برېښنا رئيس امان الله فاروقي په یوه خبري کنفرانس کي وویل، له غزني څخه د وارداتي برېښنا پر پروژه کار روان دی چي په شاوخوا یوه میاشت کي به یې د پایو درولو کار هم پيل سي.

دی وایي، دغه راز په میوند او ژړۍ ولسوالیو کي یې دوه د برېښنا سټېشنونه د سیسټم سره وصل کړي دي او دغه سیمو ته به هم یو میګاواټ برېښنا ورکول سي.

امان الله فاروقي وايي، د برېښنا د دوو لویو پروژو د استملاک کار پای ته رسېدلی او نور کار به یې هم په ښه ډول عملي سي چي کندهار ته به څلوېښت میګاواټه برېښنا برابره سي چي پر دې پروژو ۶۱ میلیونه ډالره لګښت راځي.

دی وايي، دغه راز د پنجوايي ولسوالۍ لپاره هم د پنځه میګاواټه لمریزي برېښنا پروژه مظور سوې چي د دغه ولسوالۍ د خلکو ستونزي به ورسره حل سي.

د برېښنا رئيس دغه راز وویل، د برېښنا په برخه کي ځیني نوري پروژې هم تر لاس لاندي دي چي د کجکي د لین ترمیم، د کندهار د دهلې بند او ځیني نوري پکښې شاملي دي.

دغه راز ده زیاته کړه، د ولسي تړون پروګرام له خوا هم د برېښنا دوې پروژې د تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو لپاره پلي کیږي چې تر زرو زیات کورونه به له برېښنا څخه برخمن سي.

د برېښنا رئيس وايي، په تېر لمریز کال کي د برېښنا ریاست ۴۴۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چي دا په تیرو لسو کلونو کي بې ساري دي.

په کندهار کي د منظمي برېښنا شتون نه یوزاي د دغه ریاست پر عوایدو اغېز لري بلکي په دغه ولایت کي زیات شمېر پانګوال هم غواړي چي صنعتي فابریکې پرانیزي چي ورسره به زرګونه کسان پر کار وګمارل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...