راپور: اسدالله نوري
په کندهار کي د باسکیټبال فدراسیون او افغان معلولینو په ګډه همکاري د داغه ولایت هغو ځوانانو ته چي اوس مهال باسکیټبال کوي، درې ورځنی ورکشاپ یا تمریناتي کېمپ پیل کړ.
د کندهار باسکیټبال فدراسیون مسئول (عبدالله مینه وال) وايي: چي دغو لوبغاړو ته به د (احمد پوپل) په نامه استاد د باسکيټبال د قانون زده کړه او نوي تخنیکونه ور زده کړي او تر څنګ بې ځینو روزونکو ته هم زده کړه ورکړي.
د احمد پوپل په نامه دا استاد څو ورځي دمخه جرمني او تر هغه وروسته لبنان ته د تمریناتي کېمپ له پاره تللی وو او اوس غواړي، چي زده سوي شیان تر ځوانانو ورسوي.
په یاد ورکشاپ کي (۵۰) تنو تنکيانو، ځوانانو او معلولینو ګډون کړی وو، خو تر دې وروسته به یو بل (۸) ورځنی ورکشاپ (۷۰) تنو ته ورکول سي. د یادوني وړ ده، چي د کندهار باسکيټبال منتخبه لوبډله په افغانستان کي دوهم مقام لري.