د کندهار اوسېدونکي وايي، چي په کندهار کي زیات شمېر کسان تذکرې نه لري او مخکي خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی نه وو ورکول سوی چي پر تذکره به د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوي

دغه راز د کندهار ولایت شورا هم وايي، چي پر تذکره د ولسوالیو اکثره خلک د رايي ورکولو لپاره ځان نه راجستروي ځکه چي وسله وال طالبان د هغوی تذکرې ګوري او بیا دوی ته ستونزي جوړوي.

په کندهار کي که له یوې  خوا د ټاکنو لپاره د نوم لیکني مرکزونه کم دي له بلي خوا خلک وايي، ډېر کسان تذکرې تر څو نوم لیکنه وکړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، مخکي باید خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی ورکول سوی وايي، چي د نوم لیکني لپاره تذکره اړینه ده تر څو خلکو تذکرې جوړي کړي وای.

دغه راز یو شمېر کسان بیا وايي، هر څوک چي تذکرې لري باید نوم لیکنه وکړي تر څو وکولای سي چي رایه ورکړي.

دوی وايي، که څه هم ځيني ستونزي سته خو د دې لپاره چي خلکو یو وړ کس ټاکلی وي ضروري ده چي رایه ورکړي او بدلون رامنځ کړي.

پر همدې مهال د کندهار ولایتي شورا وايي، پر تذکرو نوم لیکنه کول له یوې خوا ډير وخت نیسي او له بلې خوا په کندهار اکثره خلک له دې بهیر څخه پاتیږي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالقیوم د دغي شورا په نننۍ غونډه کي وویل، حکومت یو ځل د بريښنا تذکرو د ویش په اړه خبر ورکړ خو دا پروسه یې بیرته وځنډول چي دلته زیات شمېر کسان همدې تذکرو ته په تمه وه او تذکرې نه لري.

هغه وايي، دغه راز په کندهار کي ښځي هم په سلو کي دوې تذکرې نه لري چي د دوی ګډون به بیخي پر نشت حساب وي.

د ټاکنو لپاره دا ځل د نوم لیکني په وخت کي تذکره اړینه ده او یوازي هغه کسان کولای سي چي نوم لیکنه وکړي او رایه وکاروي چي تذکره ولري او قانوني عمر یې پوره وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...