رپوټ: خالد همت
له ډېري مودې وروسته بلاخره د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه لاسلیک سوه.
د کندهار اوسېدونکي وایي دا هوکړه باید داسي نه وي، لکه تېر ځل چي د حکومت ټوله دوره په خپل منځي جنجالونو تېره سي.
دوی وایي، دواړه لوري باید د هیواد د ملي ګټو له پاره کار وکړي او له شخصي جنجالونو تېر سي.
یو تن فعال ځوان وحید الله خپلواک وایي، داسي حکومت نه غواړي چي په څو برخو و وېشل سي او د وطن ګټو ته زیان واړول سي.
دغه راز یو بل تن فعال ځوان نظر محمد پاځون هم وایي، افغان اولس نور نه غواړي چي په یو او بل نوم ووژل سي، ولسمشر او عبدالله باید په یوداسي طرحه کار وکړي، چي نور افغان وژنه او ورور وژني ته دپای ټکي کښیښول سي.
دی وایي، حکومت باید تېر وخت په کتو داسي حالات تکرار نه کړي، چي په هغه کي د هیواد هراړخیزو کټو ته زیان واړول سي.
که څه هم خلګ نیوکه کوي چي که چیري د معاملې حکومت جوړيدلای، نو ټاکني ولي تر سره کېدلې او ولي دومره مصارف کېدل، خو حکومت وايي، ټولشموله حکومت جوړوي تر څو ټولي خواوي پکښي ګډون ولري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون