د کندهار اوسيدونکي: حکومت دي د ملکي خلکو کورونه او دوکانونه نه نړوي

خبريال: سيد حميد (هاشمي)

د کندهار اوسېدونکي وايي، د يو شمېر خلکو کورونه د دولتي مځکو او ماسټر پلان په نوم له منځه وړل کيږي، خو په بدل کي يې هغوی ته هيڅ نه ورکول کيږي.

خلک وايي، حکومت مخکي له مخکي خلکو ته خبر ورکړی، چي پر دولتي مځکو غير قانوني ودانۍ جوړي نه کړي. کندهار ښاروالۍ په دې وروستيو د هغو کورو او دوکانو د له منځه وړلو لړۍ پيل کړې، چي پر دولتي مځکو او يا د ښار د ماسټر پلان خلاف جوړ سوي وي.

د کندهار اوسيدونکي که څه هم د حکومت لخوا د غير قانوني ودانيو د له منځه وړلو هرکلی کوي، خو اوس يې ځکه مخالفت کوي، چي د دوی په وينا حکومت د خلکو د کورونو او دوکانونو د له منځه وړلو په بدل کي دوی ته بديل نه ورکوي.

دوی وايي، د کندهار اوسيدونکي تر ډيره غريب او بې وسه دي او هغه ملکيتونه يې چي د شلو او پنځوس کلونو په خواريو جوړ کړي، حکومت يې په زور له منځه وړي، چي دا کار د خلکو د بې کارۍ او بې وزلۍ سبب ګرځي.

عام خلک وايي، که حکومت غواړي چي په ښار کي ماسټر پلان تطبيق کړي او يا دولتي مځکي له خلکو واخلي، نو بايد هغوی ترهر څه مخکي خبرداری ورکړي، چي دولتي مځکو غير قانوني وداني جوړي نه کړي.

دوی وايي، که همداسي د خلکو حقونه تر پښو لاندي کيږي، نو خلک به پر حکومت نور هم بې باوره سي. په کندهار ښار او ولسواليو کي په دې وروستيو کي تر ډېره هغه کورونه او دوکانونه د حکومت لخوا نړول سوي، چي پر دولتي مځکو او يا د ښار د ماسټر پلان خلاف جوړ سوي وه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...