د کندهار اقتصاد رياست خپله کلنۍ انکشافي بوديجه تشريح کړه

خبريال: محمد يار مجروح

د اقتصاد رياست مسوولين وايي، تېر کال کندهار ته ۷۶ ميلونه ډالره بوديجه ورکول سوې، چي د مسوولينو په خبره د نورو ولايتونو په پرتله خورا کمه ده.

له څو کلونو راهيسي هر کال ۲۶ ميليونه ډالره د بولدک او چمن ترمنځ د ريل پټلۍ د نښلولو لپآره د کندهار پر بوديجه حسابل کيږي، خو د ريل پټلۍ غځولو لپاره تراوسه کار نه دی پيل سوی. په کندهار کي د اقتصاد رياست مسوولينو د يو مطبوعاتي کنفرانس له لاري د ياد رياست کلنۍ بوديجه او کلني پلانونه شريک کړل.

د اقتصاد رياست مسوولين وايي، تېر کال کندهار ته ۷۶ ميليونه ډالره بوديجه ورکول سوې، چي د ياد رياست لخوا دا مهال د ۶۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د ښار په مختلفو برخو کي رغنيزي پروژې رواني دي.

د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي وايي، صحت عامه، زراعت، معارف او انکشاف دهات هغه رياستونه دي، چي بوديجه يې په ښه ډول مصرف کړې، خو زياتوي، ډېری رياستونو لا هم بوديجه په پوره ډول نه ده ترلاسه کړې. دی وايي، کم امکانات او د وزارتونو نه توجه هغه سببونه دي، چي رياستونو بوديجه پوره نه ده ترلاسه کړې او په ښه ډول يې نه سي مصرفولای.

د اقتصاد رئيس زياتوي، چي د راتلونکي ۱۳۹۷ کال لپآره به د کندهار کلنۍ بوديجه ۲۸۷ ميليونو ډالره وي. دده په خبره، چي ۱۱۰ ميليونه يې د اړينو  پروژو لپاره او ۳۲ ميليونه يې د زيربناوو، اقتصاد، زراعت، صحت او د پوهني لپآره ځانګړي کړي دي.

رحيمي زياتوي، چي په راتلونکي کال کي به ۱۱۰ نوري پروژې هم په کندهار کي پيل سي. نوموړی وايي، دا مهال د ښاروالۍ د پروژو سره شاوخوا ۱۰ زرو کسانو ته د کار زمينه برابره سوې ده. ده همدا راز وويل، چي نړيوال بانک د کندهار د لسو رياستونو د وړتيا لوړولو ژمنه هم ورکړې ده او يادو رياستونو ته به امتحاني بوديجه هم ورکول سي.

د کندهار د اقتصاد رئيس د بولدک او چمن ترمنځ د ريل پټلۍ لين غځولو په اړه وويل چي له څو کلونو راهيسي هر کال ۲۶ ميليونه ډالره د کندهار په بوديجه کي حسابل کيږي. خو د وزراتونو د نه پاملرني له امله لا هم د يادي ريل پټلۍ د لين نښلولو د کار چاري نه دي پيل سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...