راپور: سید حمید هاشمي
د محکمې چارواکي وايي، په دغه اداره کي يې اصلاحات راوستلي او هیڅوک نسي کولای چي د محکمې په چارو کي لاسوهنه وکړي.
د دوی په خبره خلک کولای سي چي د کمیشنکارۍ پرته خپلي ستونزي له دوی سره شریکي کړي.
د کندهار د استیناف محکمې ریٔس او کارکوونکو نوي کال ته د چمتوالي او اصلاحاتو په موخه غونډه جوړه کړه.
قضاوتیار ذبیح الله ابراهیمي وايي، چي په محکمه کي يې د خپلسرو او قانون ماتونکو اشخاصو مخنیوی کړی او د خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره قانوني اجرأت کوي.
د هغه په خبره اوس هر څو ک کولای سي چي له کمیشنکارۍ او واسطه بازۍ پرته خپلي ستونزي له دوی سره په مستقیم ډول شریکي کړي.
دغه راز نوموړی وايي، د اصلاحاتو په لړ کي يې لومړی پر خپلو ټولو کارکوونکو قانون عملي کړی تر څو د ستونزي او ځنډ پرته د خلکو ستونزي هوراي کړي.
د هغه په خبره خلک هم اوس تر ډیر قانون ته پابنده سوي او د ستونزو پر مهال قانوني مراحل طی کوي.
دا په داسي حال کي ده چي تر دې مخکي د کندهار ولایتي ادارې او ولایتي شورا د قضايي ارګانو له کارو ناخوښي ښودلي وه او ویلي وه، چي په قضايي ادارو کي د خلکو ستونزو ته رسیدګي نه کیږي او فساد پکښي موجود دي.