د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ویلي، پرون ناوخته د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یوې غیر مسٔوولي وسله والي ډلي قوماندان محمد عارف کلته د ولسوالۍ په بازار کي له لنډي نښتي وروسته ونیو.
مرادي وویل چي قوماندان کلته د خلکو د ځورونو، وهلو، ټکولو، قتلونو او ګواښونو له امله تر تعقیب لاندي و.
د یادوني وړ ده چي د کندز اوسېدونکي له څو کلونو راهیسي د غیر مسٔوولو وسله والو ډلو له غیر قانوني فعالیتونو او خپل سریو په تنګ سوي دي او په دې اړه یې تل شکایتونه هم کړي دي خو د ولسمشر اشرف غني له حکم سره سم د کندز سیمه ییز چارواکو په دې وروستیو کي د دې ولایت په کچه د خپل سرو وسله والو د نېولو عملیات پیل کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون