د کندز ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کي د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتو په پایله کي دواړو غاړو ته مرګ ژوبه اوښتې

د کندز ولایت مقام له دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي، چې تېره شپه د کندوز ولایت د دشتې ارچي ولسوالۍ په بازار سیمه کي وسله والو طالبانو دملي اردو او محلي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کي د محلي سرچینو دمعلوماتو پراساس د وسلوالو طالبانو ۷ تنه وژل سوي او ۵ نور يې ټپيان دي.

د ولایت مقام په وینا، همداراز په دغه نښته کي دوه د پوځ سرتیري او دوه محلي پولیس شهیدان سوي او دوه سرتیري او دوه پولیس نور ټپيان دي چي روغتیايي حالت يې ښه دی .

د یادونې وړ ده چي له اوربندوروسته دا لومړۍ ځل دی چي وسله والو طالبان او افغان امنیتي ځواکونه یو د بل سره مخامخ کیږي.

 

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...