د کندز امنیتي چارواکي وايي، په امام صاحب ولسوالۍ کي ۲۱ وسله ‌وال مخالفین له افغان ځواکونو سره په جګړه کي وژل سوي دي

د کندز امنیه قوماندان وايي، دا وسله ‌وال وروسته له هغه ووژل سول چي نن نیمه شپه په درېیو بجو یې د امام صاحب ولسوالۍ د امام الدین څلور لاري په سیمه کي پر دولتي پوستو حمله وکړه او افغان ځواکونو ځوابي عملیات وکړل.

د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نن سهار رسنیو ته وویل، چي په ‌دې عملیاتو کي همدا راز ۱۲ تنه وسله ‌وال مخالفین هم ټپیان سوي دي، خو نوموړي د دولتي ځواکونو د سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

وسله‌والو طالبانو په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...