د کابل د تیري ورځي د برید په پایله کي ۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي رسنیو ته ویلي، چي برید کي ۱۴تنه وژل سوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره د بریدګر موخه د جنرال دوستم موټریز کاروان وو، خو ځانمرګي هغه مهال ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، کله چي یاد موټریز کاروان له سیمې نه وتلی وو.

په ورته وخت کې روغتیایي سرچینو ویلي، چي له یادي پیښې څخه یولس مړي او ۶۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول سوي دي.

په وژل سویو او ټپیانو کي امنیتي کسان هم شامل دي خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.

د برید پړه داعش وسله والي ډلي په غاړه اخیستې ده.

دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستیو کي په ښارونو کي د ډېریو پېښو پړه داعش وسله والي ډلي په غاړه اخيستې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...