د چين بين الافغاني ناسته يو ځل بيا ځنډېدلې ده او ښايي بېخي ونه سي

داسي راپورونه خپاره سوي چي پر ځينو موضوعاتو د اختلافاتو له امله د چين “بين الافغاني ناسته” يو ځل بيا ځنډېدلې ده او ښايي بېخي ونه سي.

د افغانستان له پاره د چين ځانګړي استازي درې مياشتي دمخه په کابل کي د ولسمشر اشرف غني په ګډون له حکومتي مشرانو او افغان سياسيونو او په قطر کي يې د طالبانو له استازو سره وليدل او په خپل هيواد کي يې د بين الافغاني ناستي جوړولو وړانديز وکړ.

تر ټولو دمخه طالبانو د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره په دې ناسته کي د ګډون بلنه ومنله او وې ويل چي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ به يو پلاوى ګډون پکښي کوي.

ټاکل سوې وه دا ناسته د روان زېـږديز کال د سپټېمبر پر ٢٨مه سوې واى خو د افغان حکومت په غوښتنه چين دغه ناسته وځنډوله.

خو ځيني باوري سرچينې وايي چي دغه ناسته بيا ځنډېدلې او ښايي چي د ناستي پر اجنډا او نورو موضوعاتو د قوي اختلافاتو له امله دا ناسته هيڅ ونه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...