له چين څخه افغانستان ته پر غځېدلې سوداګريزه رېل کرښه تر دې دمه هېڅ صادرات نه دي سوي، يواځي درې ځله واردات سوي دي.
د يادي رېل کرښي له جوړېدو کابو ۱۳ مياشتي تېري سوي، خو افغان سوداګر وايي، چي له ازبکستان سره ترانزيټي مشکلات، له چين سره د قرارداد ګونګوالي او د سوداګريز باور نه شتون هغه خنډونه دي، چي له دې لاري يې د افغاني توکو د صادراتو مخه نيولې ده. ددې کرښي د پرانيستني پر مهال افغان او چينايي چارواکو ويلي وو، چي له دې لاري به د سوداګريز صادراتو او وارداتو له امله د سيمي په کچه سوداګري وده وکړي.
افغان سوداګر هم وايي، چي له چين څخه د رېل کرښي له لاري د سوداګريزو توکو لېږد نظر نورو ټولو لارو ته اقتصادي لار ده. افغان سوداګر وايي، چي له چين څخه پر غځېدلې رېل کرښه د وارداتو او صادراتو ځنډ يې سوداګري کمزوري کړې ده.