پاکستان د هند پر وروستي برید غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په غیر قانوني توګه ددوی په خاوره کي برید کړی دی.
د سرچینې په وینا هندي الوتکي له کنټرول کرښي ور اوښتي دي او د ټولو هوکړو پر خلاف یې د پاکستان په خاوره کي بمونه غورځولي دي.
پاکستانی حکومت وایي په برید کي د جمو او کشمیر په سیمه کي خلکو ته تلفات اوښتي دي.
پاکستان وایي د هند دغه اقدام د نړیوالو قوانینو نقض دی او باید نړیوالي ادارې یې په اړه غبرګون وښيي.