د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون عمومي رئيس وايي، هغه کسان چي په ټاکنو کي درغلي کوي دوی به یې د قانون منګلو ته وسپاري

راپور: محمد یار مجروح

کندهار والي او امنیتي مسٔوولین د ټاکنو لپاره د پوره امنیت ډاډ ورکوي او په دې برخه کې د خلکو همکاري هم مهمه بولي.

په کندهار ولایت مقام کې د ټاکنو په اړه د یوې غونډي په ترڅ کي کندهار والي زلمي ویسا وویل، ټاکني د ډيموکراسۍ اصل دی او باید خلک د خپلي خوښي نوماند ته د رايي ورکولو لپاره په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

هغه وویل، د ټاکنو لپاره امنیت نیول سوی خو خلک هم باید د دې ملي پروسې د ښه ترسره کېدو لپاره په دې برخه کې همکاري وکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون عمومي رئيس عبدالعزيز اريايي په دغه غونډه کې وویل، دوی په هر ولایت کې درې تنه د شکایاتو کمېسیون غړي لري چې ټاکنیز شکایتونه به ثبتوي.

هغه وویل، د ټاکنو په ورځ نوماندان باید له هر ډول درغلۍ څخه ډډه وکړي تر څو ولس په خپله خوښه رایه ورکړي.

ده وویل، د بایومیټریک سیسټم په اړه مسلکي کسان روزل سوي او دا کار د ټاکنو د لا ښه شفافیت لپاره ترسره سوی دی.

د پولیسو د ۴۰۴ زون قوماندان عبدالنبي الهام وویل، په دغه زون کې امنیت په پوره ډول نیول سوی او خلک په ډاډه زړه کولای سي چې رایه ورکړي.

ده وویل، د ټولو امنیتي ادارو سره په ګډه یې پلانونه جوړ کړي تر څو دغه ملي پروسه پرته له کومې پيښي تر سره سي.

د راتلونکې شنبې ورځ چي د تلې اته ویشتمه نېټه ده د ولسي جرګې د ټاکنو ورځ ده او په کندهار کې به خلک په ۱۷۳ مرکزونو کي نوماندانو ته رایي ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...