راپور: محمد یار مجروح
هیواد تلوېزیون له نن څخه پوره ۱۲ کاله مخکي د لومړي ځل لپاره په کندهار کي د یوه محلي شبکې په ډول ۶ ساعته نشرات راپيل کړل چي دا مهال د نړۍ به زیات شمېر هیوادونکو کي میلیونونه لیدونکي لري.
هیواد تلوېزیون دا مهال د خبرو او خبري مجلو ترڅنګ ۱۸ بیلابیلي ټولنیزي، دیني او سیاسي خپروني هم لري.
هیواد په تاریخي ولایت کندهار کي هغه لومړنۍ خپلواکه تلوېزیوني شبکه ده چي له نن څخه پوره ۱۲ کاله مخکي يې د لومړي ځل لپاره د یوه محلي تلوېزیون په توګه شپږ ساعته ازمایښتي نشرات راپيل کړل.
هیوادتلوېزیون دیوه کال په فعالیت سره خپل نشرات ۱۲ ساعته او له تیرو نهو کلونو راهیسي ۲۴ ساعته نشرات لري.
د هیواد ټلویزیون رئيس صدیق الله خلیق د ۱۲مي کلیزي په لمانځغونډه کي وویل، چي هیواد تلوېزون دنشراتو پر مهال ټولو ملي ،اسلامي او د افغانانو منلو فرهنګي ارزښتونو ته ژمن دی او پدې برخه کي به لا نوري هلي ځلي هم کوي.
د هیواد تلوېزیون نشرات له ۲۰۱۵ کال راپدې خوا د یاه سټ سټلایټ سره وصل او لدې طریقه د افغانستان څخه علاوه په ټوله نړۍ کي میلیونونه لیدونکي لري، همدا راز په یوه بله تازه هڅه کي ذکرسوئ ټلویزیون د ټولنیزي شبکې فسبوک او ټویټر د لاري هم مستقیم نشرات وړاندي کوي .
د کلیزي د لمانځلو پر مهال یوشمېر مشرانو ، علمي کدرونو او د خبریالانو د بنسټونو استازو د هیواد تلوېزون ۱۲ کلن سفر بریالی وباله او زیاته يې کړه چي دافغانستان او په خاصه توګه يې د جنوب زون اصلي تصویر او د خلګو ږغ يې تر نړیوالو رسولی دی.
هیواد ټلویزیون دا مهال د هر ساعت لنډو خبرونو او خبري نیم ساعته مجلو تر څنګ د ۱۸ بېلابېلو محتواوو لرونکي ، سیاسي ، اجتماعي ، دیني ، فرهنګي ، حقوقي ، ورزشي او همدارنګه د ځوانانو او کوچنیانو لپاره د ځانګړو تعلیمي او تفریحي خپرونو لرونکی دی
بلخوا د کندهار ښاریان هم د هیواد تلوېزیون له فعالیتونو څخه خوښ دی او پدې اړه سړد .
هیواد مطبوعاتي ګروپ د هیواد ټلویزیون ، هیواد راډیو او هیواد پرودکشن څخه تشکیل سوئ
د یادوني وړ ده چي هیواد ټلویزیون د افغانستان او نړۍ په سطحه د یوې معتبري پښتو رسنئ په توګه ډېر شهرت لري او پدې وروستیو کي د یو شمېر رسمي سروې ګانو پر اساس د جنوب په سطحه د تر ټولو ډیرو لیدونکو او اوریدونکو لرونکي مطبوعاتي بنسټ په توګه معرفي سوئ .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون