د هلمند څخه ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد خان اڅګزي په ټاکنیز دفتر کي د ځانمرګي برید امله خپله د صالح محمد خان اڅګزي په شمول ۹ تنه وژل سوي او ۱۲ نور ټپیان دي

 

د هلمند امنیه قوماندان وايي، تردې وړاندي یې نوموړي نوماند ټاکنیز دفتر ته خبر ورکړي و چي د خپل دفتر امنیت خوندي کړي.

امنیه قوماندان وايي ځان وژونکي د نوماند دفتر ته تر چاودني یو ساعت مخکي داخل سوی و خو د ټاکنیز دفتر په دروازه کي د تلاشي د نشتون له امله نوموړي په ځان پوري چاودیدونکي توکي د نوماند تر اطاق پوري انتقال کړي و.

د ولسي جرګې نوماند صالح محمدخان اڅګزي لوموړی ټپی و چي ترچاودني یوساعت وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په لښکرګاه کي ایمرجنسي روغتون د مالوماتو پر اساس تر چاودني وروسته ۸ جسدونه او ۱۲ ټپیان ور وړل سوي دي چي د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دي.

تردې څلور ورځي وړاندي د هلمند څخه د ولسي جرګي پر یو بل نوماند حاجي دوست محمد خدمتګار د ماین چاودنه سوې وه چي د نوموړي د یوه ساتوونکي وژل سوی و او خپله د نوماند په شمول دري تنه ټپیان سوي و.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...