د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سيمو کي د عملياتو په پايله کي ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتیري وژل سوي دي

د هلمند امنيه قوماندان په مرکز لښکرګاه کي د يوې خبري غونډي په ترڅ کي وويل چي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ځينې سيمي بیرته له طالبانو نيول سوې دي.

ده وويل چي د يادو عملياتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار د بشران او باباجي په تصفيه سوو سيمو کي به پوستې جوړي سي او د نادعلي د چاه انجير سوېلي سيمي هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کي دي.

قوماندان وايي چي په دغو عملياتو کي تر اوسه ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتیري وژل سوي او شپږ طالبان او دوه امنيتي سرتیري ټپيان سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...