راپور: جواد داوري
د هلمند میرمني د سولي په مذاکراتو کي ونډه غواړي خو چا يې ږغ ته لبیک نه دي ویلي.
په هلمند کي د ښځو د حقوقو فعاله ددي ناستي سمبالوونکي ملالي وايي د افغانستان په تاریخ کي ښځو د نارینو تر څنک په سیاسي او ټولنیزه برخه کي فعاله ونډه اخیستي خو اوسني وخت کي حکومت او نړیواله ټولنه هڅه کوي د ښځو پر دغه فعالیتونو سیوري واچوي.
دا وايي، حکومت د سولي په خبرو کي یو اړخ دي له همدې امله خپلي غوښتني د نړیوالي ټولني او په خاص ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیلزاد سره شریکوي تر څو د سولي په راتلوونکو مذاکراتو کي د ښځو لاسته راوړني او شتون له پامه ونه غورځوي.
د هلمند د ښځو چارو رئیسه د ښځو له شتون پرته د سولي خبرې نا شوني دي او پایله هم نسي ورکولاي ځکه ښځي هم د جګړې قرباني دي او هره ورځ خپل اولادونه او د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي.
په هلمند کي د بشر حقوقو کمېسیون رئیسه هم ورته نظر لري له حکومت او نړیوالي ټولني همدا غوښتنه لري چي نه یوازي داچي د حکومت له لوري ښځو شتون ته اجازه ورکول سي بلکي وسله والو طالبانو په مذاکراتي ټیم کي ښځینه شتون پیدا کړي.
دا په داسي حال کي ده چي تردې مخکي هم د هلمند ښځو د سولي په خبرو کي دیوې غوندي پرمهال د شتون غوښتنه کړې وه خو هغه وخت يې غوښتنه نه وه منل سوي اوس يې د یوې خبري ناستي پرمهال دغه اندیښنه بیا شریکه کړل دوی وايي تر هغو چي غوښتني يې نه وي منل سوي پر لاریونونو به لاس پوري کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون