راپور: غلام فاروق رسولي
هرات ولایت تیره ورځ د زعفران ګل د څلورم کلنی نندارتون کوربه وو.
چارواکی وایي، د دې نندارتون څخه یې موخه د زعفرانو د کښت دودول، د کروندګر هڅول او د زعفرانو لپاره بازار موندنه ده.
خو په دې نندارتون کي ځیني د زعفرانو کروند ګر د حکومتي چارواکو او د زعفرانو سوداګرو څخه ګیلې لري او وایي هرکال د دې په هکله چي ځینی کړۍ غواړي د بې کیفیته زعفرانو په واردولو سره د هیواد زعفران بدنام کړي.
ږغ پورته کوی خو په خبره یی پاملرنه نه ورته کیږی.
له بل لوري د زعفرانو سوداګر هم د زعفرانو لپاره د بازار نه شتون خپله لویه ستونزه یادوي خو بیا هم ټینګار کوي چي په هیواد کي د زعفرانو کاروبار مخ پر غوړیدو دی.
یاد د زعفرانو کروندگر او سوادگر د دولته غواړي چي د زعفرانو د قاچاقو مخنیوی او د زعفرانو د منظم پروسس او بسته بندۍ لپاره دي جدی اقدامات وکړي.
د هرات ولایت والي محمد آصف رحیمي وایي، د دې لپاره چي د هیواد د زعفرانو ګټلی نوم وساتي پر سرحدونو یې د زعفرانو د قاچاق د مخ نیوي لپاره تدابیر زیات کړي دي.
دا په داسي حال کي ده چي ځیني د چارو شنونکي په هیواد کي د زعفرانو د کښت پرمختګ یو ښه زیری بولي او وایي دا کار کولای سي چي هم د اقتصاد په پرمختګ او هم د امن په راوستو کي مرسته وکړي.
د افغانستان زعفران د کیفیت، رنګ، خوند او بوی له پلوه په هغه نندارتون کي چي د بلژیک په هیواد کي هر کال جوړیږی په دا ورستیو دریو کلنو کي د نړی په کچه لمړی مقام ګټي او همدا لامل دی چي ځیني هیوادونه غواړي چي د افغانستان د زعفرانو په بدنامول سره خپل بایللی ځای بیرته ومومي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون