د هرات ولایت اوسیدونکي په دې وروستیو کي د خیرات غوښتونکو د ډیریدو څخه اندیښمن دي

راپور: غلام فاروق رسولي

هرات ولایت چي د هیواد د اقتصادی قطبونو څخه یادیږي یو شمېر خلګ پکښي د فقر او لوږي د ډېریدلو څخه اندیښنه څرګندوي.

داکسان وايي، په دې وروستیو کي کاري فرصتونه په دې ولایت کي لږ سوي او دوی يې د سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د اړونده چارواکو څخه غوښتنه کوي چې باید خلګو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې چټک اقدامات وکړي.

هرات میشت اوسیدونکي همداشان زیاتوي که چېري په هیواد کي د فقر زیاتیدلو مخنیوی ونه سي نو دا به په راتلونکي کي ډېري نوري ستونزي  هم وزېږوي.

په ورته وخت کي یو شمېر د چارو شنونکي هم د فقر ډېردل د انديښني وړ خبره ګڼي او یادونه کوي چي دولت او اړونده چارواکي باید د بیلابیلو پروګرامونو په لاره اچولو سره، خلګو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د بلي خوا ځایي چارواکي که څه هم یاده ستونزه نه ردوي خو وايي د تیر کال وچکالۍ او جګړه د دې لامل سوه تر څو د خلګو اقتصادي وضعیت د کړکیچ سره مخ سي.

د هرات د والي ویاند وايي دوی د فقر لږولو په برخه کي يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندي لرلي دي.

د هرات یو شمېر اوسیدونکي په داسي حال کي د فقر د ډېریدلو او کاري فرصتونو د کمښت څخه انديښنه څرګندوي چي د تېر کال د وچکالۍ له کبله د نورو نږدې ولایتونو څخه ۶۱ کورنی هرات ته را کډه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...