د هرات ولایتي شورا وایي، چي په یاد ولایت کي د ناامنیو پراخیدو ویره پیدا کړې او دا ولایت د طالبانو له خوا د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دی.
د هرات د ولایتي شورا وکیل توریالي طاهري ویلي، چي د هرات له ۱۹ ولسوالیو طالبان په ۱۳ هغو کي فعاله حضور لري او خلکو ته یې ستونرې جوړې کړې دي.
هغه نیوکه وکړه چي حکومت په هرات کي د وضعیت د ښه کېدو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
د هغه په خبره په ولسوالیو کي د نا امنیو سربېره په هرات ښار کي هم په دې وروستیو کي قتل، د سړي تښتوني پېښي او نور جنایي جرمونه ډېر سوي دي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره ورځ هم په ولسي جرګه کي د هرات او ځینو نورو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې مطرح سوې.
په ورته وخت کي دفاع وزارت هم ګواښونه مني، خو وایي تر ګواښ لاندې ولایتونو کي عملیات روان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون