راپور: غلان فاروق رسولي
افغانستان چي یو کرهنیز هیواد دی ډیری اوسیدونکي یې په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دي.
خو سږکال د وچکالۍ له امله کروندګر او کوچیان هم دستونزو سره مخ دي.
د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدونکي چي شاوخوا ۹۰ سلنه یې په کرهنه او مالدارۍ بوخت دي وایي، د وچ کالۍ له امله یې ډیری مالونه له منځه تللي.
یوازي وچکالي نه ده چي د هرات ولایت په ۹۰ کیلومترۍ کي د دې ولسوالۍ اوسیدونکي ورڅخه شکایت کوي بلکی زده کړو او روغتیایي آسانتیاوو ته نه لاسرسی، ناامنی، بیکاري او د حکومت نه پاملرنه هغه ستونزي دي چي د ادرسکن ولسوالۍ اوسیدونکي ورڅخه کړيږي.
د هرات ولایت ځایي چارواکي هم د دې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزي مني او وايي، چي د یادو ستونزو د حل په موخه هلي ځلي کوي.
ستونزي او کړاونه هغه څه دي چي د کلنو کلنو راهیسي افغانان ورسره لاس او ګریوان دي خو بیا هم د هغوي په څیرو کي باور او هغه هیلي چي د هیواد سوکالۍ ته يې لري د ورایه معلومیږي.