رپوټ: غلام فاروق رسولي
د هرات څخه مرکز کابل ته چي شاوخوا یو ساعت هوایي مزل دئ یو طرفه هوایي ټکټ د ۹۰ ډالرو څخه تر ۱۲۰ ډالرو پوري بیه لري، چي دا د بهرنۍ الوتني هرات ډهلي سره چي شاوخوا دوه ساعته هوایي الوتنه ده، برابري کوي.
یو شمېر هرات مېشتو د یوې اعتراضي غونډي په ترڅ کي د کورني هوایي شرکتونو
دا کار د خلګو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخیستنه یاده کړه او وایي په ډير ټیټ
کیفیت خو د نړۍ په کچه تر ټولو لوړه بیه کورني الوتني کیږي، چي دوی ته د منلو نه دي.
په همدې حال کي یو شمېر مدني فعالان هم چي په دې اعتراضي غونډه کي یې ګډون کړی،
وایي: نور نو باید د هوایي شرکتونو د داسي کړنو مخنیوی وسي او په خبره یې باید هوایي
شرکتونه د خلګو پر حقو غوښتونو ته غاړه کښیږدي او د داخلي الوتنو د ټکټونو بیي کمي
کړي.
د بلي خوا د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د هوایي ټکټونو دبیي لوړوالی مني او وایي د هرات ولس د دې غوښتني او اعتراض سره مل دئ او د اړونده ارګانونو په مرسته به په دې برخه کي اقدام وکړي.
د هرات – کابل لاري خرابوالی، نا امني او د ترافیکي پیښو ډېروالي پر دې لویي
لايی د دې لامل سوی، چي ډېر شمېر کسان په ځانګړي ډول په حکومت کي ملکي او نظامي
کارکوونکي د هوایي لاري سفر وکړي چي دا کار د هوایي شرکتونو له پاره د ټکټونو د بیي
لوړوالي زمینه برابره کړې ده.