پرلتیان وايي، د نیمروز والي پراخ اداري فساد کوي، د پرمختیايي پرژو مخه نیسي او د کمال خان بند کار یې ځنډولی دی. د دوی په وینا والي وسله والو طالبانو ته پیسې ورکوي او طالبان پر همدې پیسو افغان امنیتي ځواکونه وژني.
پرلتیان په خپلو غوښتنو کي وايي، چي زمونږ د اوبو غم نه دی خوړلی سوی، د (۳۸) ترسره سویو ترورونو عاملین نه دي نیول سي او په خپله والي هم په یادو ترورونو کي لاس لري.
دوی له ولسمشره غواړي، چي د نیمروز والي دي له دندې ګوښه سي او څارنوالۍ ته دې معرفي سي.
د دوی په خبره تر هغې به پرلت او لاریونونو ته دوام ورکړي، څو چي مرکزي حکومت یې ږغ نه وي اورېدلی. تېره اونۍ هم د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کي سلګونه کسان را ټول سوي وو او د والي انجنیر سمیع د لیري کېدو او څارنوالۍ ته یې د هغه د معرفي کېدو غوښتنه کوله.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون