د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کي بهسودو پُل ته څېرمه دوې پرله‌ پسې چاودني سوي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وايي، چي دغه چاودني د بهسودو پُل امنیتي پوستو ته څېرمه سوي چي هېڅ ډول تلفات نه ‌لري.

د ننګرهار د عامي روغتیا مسؤلین هم په دغه پېښه کي د تلفاتو اوښتل نه ‌تأیيدوي.

د یو بل خبر له مخي د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ په شمشه ‌پور سیمه کي تېره شپه ناوخته د نامعلومه وسله‌والو په برید کي څلور تنه لمونځ کوونکي وژل سوي دي.

له ننګرهاره په خپره سوې یوه خبرپاڼه کي راغلي چي پېښه تېر ماخوستن د شمشه‌ پور په ادم‌خېلو سیمه کي وسوه چيې له امله ‌يې څلور لمونځ کوونکي وژل سوي او د مسجد د ملا امام په ګډون درې تنه نور په‌کې ټپيان سوي دي.

تر دې دمه معلومه نه‌ده چې پېښه د چا له لوري رامنځته سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...