د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، د جلال اباد ښار د وروستيو پیښو طراح او رهبري کوونکی وژل سوی

د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ سفري سيمه کي تېره شپه د ملي امنيت ځانګړي قطعې علمیات کړي، چي په ترڅ کي يې د داعش وسله والو مهم قومندان ادم خان، چي د جلال اباد ښار وروستيو پېښو طراح او رهبري کوونکی و ووژل سو.

د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخي نوموړي د جلال اباد ښار کرکټ لوبغالي، مستوفيت، طب پوهنځي او پوهني رياست او پښتونستان څلور لاري بريدونه، چي پکښي زموږ يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان سول طرحه او رهبري کړي و.

د سرچينې په وينا ياد قومندان په جلال اباد ښار کي یو شمېر نور بريدونه هم طرحه کړي و، چي له تطبيق وړاندې شنډ سول.

د ننګرهار ولایت مقام زیاتوي، چي دغه راز د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو شمېر موټر سايکلونه، وسلي او مهمات هم لمنځه وړل سوي.

د دولت ضد وسله والي  ډلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...