په ختېځ کي د پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ په یوه بیان کي ویلي، چي د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کي د هوایي بریدونو په ترڅ کي د داعش ډلي یو تن قوماندان له ۵ تنه جنګیالیوسره یوځای وژل سوی او ۱ میل دهشکه یې له منځه وړل سوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چي د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکي تېره ورځ د ننګرهار ولایت خوګیاڼي ولسوالۍ وزیرو تنګي په سیمه کي د داعش ډلي په پټن ځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي.
د داعش ډلي په ګډون د دولت ضد وسله والي ډلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
.