د مهاجرت نړیوال سازمان خبر ورکوي چي تیره اوونۍ افغانستان ته له ایرانه ۱۲ زره کډوال ستانه سوي دي

په روان کال کي دا د افغانانو لویه شمېره ده چي یوځای له ایرانه خپل هیواد ته ستنېږي او بیا د ژمي په درشل کي افغانستان ته ځي.

ایران ته اکثر افغان کډوال د کار لپاره ځي، خو د امریکا د متحد ایالتونو بندیزونو د دغه هیواد اقتصاد اغیزمن کړی دی.

د روان میلادي کال له پیله تر اوسه تر شپږ لکه اویا زره ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه سوي دي.

په افغانستان کي دننه سږکال په لسګونو زره کسان د جګړو له امله په کور دننه بې ځایه سوي دي او د جګړو له کبله ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه‌ ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...