د منظور پښتین ضمانت سوی دئ خو بیا هم بندي دئ

د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) د فېبروري پر ١٦مه په دېره اسماعیل خان کي په یوه ستره غونډه کي له حکومت څخه وغوښتل، چي منظور پښتین دي ژر تر ژره خوشي کړي.

د رپوټونو له مخي دا غونډه د دېره اسماعیل خان په رته کلاچۍ میدان کي وه، چي د علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر سیدعالم مسعود او ثنا اعجاز په ګډون د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو او یو شمېر پښتنو سیاستوالو ګډون کړی وو.

دوی وویل، په داسي حال کي چي د منظور پښتین ضمانت سوی اوس د هغه په بند کي ساتل غیرقانوني دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د خپلو ملګرو د راخوشي کولو، د محکمې له پرېکړو پرته د وژنو د مخنیوی او د پښتنو په سیمو کي د ماینونو پاکولو غوښتني وکړې.

دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان حکومت وايي، د محکمې له پرېکړو پرته د وژنو مخنیوي، د ورکو سوو کسانو د موندني او د ماینونو پاکولو له پاره ئې هڅي پیل کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...