د لښکرګاه ښار د لسمي حوزې اوسیدونکي له دولت څخه د ماین پاکۍ ټیمونه غواړي تر څو سیمه يې له ماینونو پاکه سي

راپور: جوادا داوري

نژدې هره شپه د لښکرګاه ښار د سپیني کوټې پر امنیتي کمربند درنې جګړې کیدلي تر دوه کاله وروسته دولت وتوانیدی چي د لښکرګاه کمربند له سپیني کوټې څخه د باباجي د سیفن سیمي ته انتقال کړي.

د بشران د سیمي اوسیدونکي چي له خپلو کورونو څخه بیځایه سوي وه اوس بیرته خپلو کلیو ته ستانه سوي دي.

دوی وايي، په دوه کیلومتره ساحه کي وسله والو تر لس زره ډیر ماینونه ایښي دي له همدي امله  نسي کولاي پر سړکونو او کوڅو د زړه د اخلاصه تګ راتګ وکړي.

بشران سیمه د لښکرګاه ښار اړوند د دریمي حوزې سره نژدې پرته ده چي اوسیدونکي يي له دولت څخه د ماین پاکۍ د ټیمونو تر څنګ لومړنیو خوراکي موادو مرستي ته اړتیا لري.

بل خوا د هلمند د والي مرستیال بسم الله روحاني وايي، د بشران په سیمه کي د جګړې خطر له منځه وړل سوی دی او د انجنیرۍ دوه ټیمونه په سیمه کي بوخت دي تر څو د ماینونو او نور ناچاوده توکي خنثی کړي.

دی زیاتوي، د سیمي اوسیدونکو ته یې خبر ورکړی و چي تر بشپړي تصفیې پوري دي خپلو کورونو ته نه ستنیږي خو داچي خلک اوس ستانه سوي دي دوی اړ دي چي لوموړی له هغه سړکونو استفاده وکړي چي تصفیه سوي دي.

په دې سیمه کې نژدې دوه زره کورنۍ اوسیږي چي شاوخوا دوه کاله په لښکرګاه او نورو ولسوالیو کي و اوسیدل.

اکثره کورونو په جګړه کي د درنو وسلو د استعمال له امله وران سوي دي چي اوسیدونکي يې د بیرته جوړیدو توان نه لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...