د لوړو زده کړو وزارت، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو پوهنتونو ته د کانکور پایلې اعلان کړې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري وویل په دغه آزموینه کي له ۱۵۸ زرو ډېرو زده کوونکو ګډون کړی و چي له دې ډلي څخه ۷۷،۸ فیصده کسان بریالي سوي.

د راپورونو له مخي، د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۶۶۸۰۳  کسان دي.

تهمینه د عبدالصبور لور د کابل ولایت د افغان ترک له ښوونځي څخه د لوړو نومرو ۳۵۳ په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل سوې.

په همدې حال کي محمد عماد الدین له هرات ولایت څخه دوهم او مختار د کانکور درېیم نمره بلل سوی.

همداشان محمد هادي د دوست محمد زوی د کانکور څلورم او صفدر د محمد نعیم زوی د کانکور پنځ نمره بلل سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...