غلام خان لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول سوداګرۍ لپاره په ازمایښتي ډول بیا پرانیستل سوه.
د جمعې په ورځ د دي لاري په پرانیستلو سره درې لارۍ افغانستان ته ولاړي
. له تورخم او چمن وروسته غلام خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ دریمه لویه لار ده او د سوداګرۍ ډېره ګټه یې د پښتونخوا د سوېلي سیمو خلکو ته رسېږي.
دا لار په ازمایښتي ډول پرانیستل سوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت د ګمرکونو رییس رشاد پوپل وویل، د غلام خان بندر ډېر وخت بند و، ځکه افغان ګمرکي چارواکي هلته نه و. د افغانستان د سوداګرۍ خونه بیا په دي باور ده چي د غلام خان بندر بیا پرانسته، دوه اړخیزه سوداګري پراخوي او د ترانزیت له پلوه اسانتیاوي راولي..