د غزني اوسېدونکي وايي چي په دې وروستيو کي يو ځل بيا په دغه ولايت کي امنيتي ستونزي ډيري سوي، چي له امله يي خلګ سخت اندېښمن دي.
دوى وايي که چيري په دغه ولايت کي د امنيت د ټينګښت له پاره جدي اقدام ونه سي، د سقوط امکان يې هم سته.
همدارنګه د غزني د ولايتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال وويل، چي د غزني ښار ترڅنګ په ولسواليو کي هم امنيتي وضعيت ډېر خراب دئ.
د نوموړي د معلوماتو له مخي اندړ، ګیرو، زنخان، رشیدان، اجرستان، خوږیاڼي، واغظ او جغتو هغه ولسوالۍ دي، چي د نا امنيو له امله يې مرکزونه نورو سيمو ته انتقال سوي دي.
د ولايتي شورا دغه غړى وايي چي د خلګو اندېښني دوى له اړوندو چارواکو سره شريک کړي او د امنيت د ټينګښت غوښتنه يې کړې ده.
د يادو څرګندونو په غبرګون کي د غزني والي وحيدالله کليمزي ویلي د خلګو انديښني بې ځايه دي، ځکه وسلوال د دې توان نه لري چي ولايت ته سقوط ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون